په پنجشېر ولايت کې د سياليو د پلان جوړونې او لومړنيو روغتيايي مرستو په اړه ښوونيز سمينار ترسره شو

Afzal-af
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۳ - ۱۴:۵۶
په پنجشېر ولايت کې د سياليو د پلان جوړونې او لومړنيو روغتيايي مرستو په اړه ښوونيز سمينار ترسره شو

دغه یو ورځنی ښوونیز سمینار د پروان ولایت د ورزش ریاست په همکارۍ د بدني روزنې او سپورت ریاست د روغتیايي مديريت له خوا وړاندې شو.
په نوموړي سمينار کې د ورزشي فدراسيونونو څه د پاسه ٢٠ تنو روزونکو او ورزشکارانو ګډون کړى و.
دغه سمينار د سپورټ رياست اړوند د ورزشي امريت غړو سيد اعماد‌ هاشمي او عبدالواسع صافي او ترڅنګ يې د روغتيايي مديريت غړي داکتر عبدالفتاح رحيمي له لوري وړاندې شو.
ياد ښوونیز سمينار په مرکز او ولایتونو کې د ورزشي روزونکو او ورزشکارانو د پوهاوي کچې لوړولو په موخه په لاره اچول شوی دی.
په‌ پای کې ګډونوالو ته‌ د ورزشي مسولينو له لوري ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۷
Background image

کاپیسا؛ نجراب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نجراب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۳
Background image

پکتيکا کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز ښرنې اړوند ملک لوبغالي کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د فيصل شايسته لوبډلې په اتلولۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۹
Background image

بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د موی تای سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د پانکريشن فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای سيالۍ وشوې.

دا سیالۍ د نويو. . .

BACK TO NEWS