په پکتیا کې د ۵۱ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۲۲:۵۵
په پکتیا کې د ۵۱ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د مختلفو ورزشي رشتو د "۵۱" ورزشکارانو ترمنځ د ګردېز له مرکزي چوک څخه د پکتیا ولایت تر مقام پورې، چې شپږ کيلو متره واټن کېږي د ځغاستې سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ د ( یو بل منلو) په نوم د ياد ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د افغان بیسم مخابراتي شبکې په مالي ملاتړ ترسره شوې او یوه ورځ یې دوام وکړ.

د دغو سیاليو د پای په مراسمو کې د پکتیا ولايت مرستیال والي شیخ انعام الله "صلاح الدین"، د ياد ولايت د ورزش رييس قاري نورالرحمن "تسکین"، د افغان بیسم مخابراتي شبکې سیمه ييز استازي، قومي مشرانو، استادانو او ګڼ شمېر ورزشکارانو ګډون درلود.

هېره دې نه وي، چې يادې سیالۍ د ځوانانو په کټګورۍ کې ترسره شوې، چې په ترتیب سره محیب الله، محمد نبي او ممتاز ملنګیار لومړۍ، دوهم او دریم مقامونه ترلاسه کړل او په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۳:۵۰
Background image

د هېواد د ورزش ادارې رهبري او د فوټبال فدراسیون رئیس، د فوټبال ملي لوبډلې د پرمختګ په اړه ګډه ناسته وکړه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ او د فوټبال ملي فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر، د افغانستان د فوټبال ملي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۸
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ د صدرآباد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۱
Background image

پکتيا؛ اتفاق لوبډلې د سيدکرم ولسوالۍ د فوټبال دويم پړاو غوره ليگ سياليو اتلولي وگټله

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال دويم پړاو غوره ليگ سيالۍ د اتفاق لوبډلې. . .

BACK TO NEWS