په پکتیکا کې د ټېپ بال کرکټ رسنیز جام سیالیو اتلولي پښتون غږ راډیو خپله کړه
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند ټېپ بال کرکټ استازولۍ او د طلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو امریت له لوري د رسنیو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالیو اتلولي پښتون غږ راډیو لوبډلې خپله کړه.
د دغو سیالیو پایلوبې ته د پښتون غږ راډیو او اطلاعاتو او کلتور ریاست لوبډلې لار موندلې وه، لومړی توپوهنه پښتون غږ راډیو لوبډلې وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې یې سیالې لوبډلې ته ۱۱۲ منډې هدف کېښود، بل لوري ته اطلاعاتو او کلتور ریاست لوبډلې په لسو اورونو کې ۱۰۱ منډې وکړې او په ۱۱ منډو یې سیالې لوبډلې ته ماتې ومنله.
هېره دې نه وي چې په پای کې اتلې لوبډلې ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
