په کابل کې د سوېلي زون د ٦٠ ورزشکارانو تر منځ د کيک بوکسينګ سيالۍ ترسره شوې
د کیک بوکسنګ ملي فدراسیون له لوري د افغانستان د خپلواکۍ د دويمې کالیزې په مناسبت د سویلي زون د کیک بوکسنګ سیالۍ پرون په کابل کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې د ماشومانو، تنکيو ځوانانو، ځوانانو او لویانو د څلورو عمري ډلبندیو ورزشکارانو د یو بل په وړاندې سیالۍ وکړې.
د دې سیالیو موخه د افغانستان د خپلواکۍ د دویمې کاليزې نمانځل، د ځوانانو هڅول او د ورزشکارانو ترمنځ د هماهنګۍ رامنځته کول وو.
په پای کې غوره لوبغاړو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.
