په کابل کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د استاد غفور رغبت جام بوکسنګ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۵ - ۱۲:۲۰
په کابل کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د استاد غفور رغبت جام بوکسنګ سیالۍ پای ته ورسېدې

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بوکسنګ ملي فدراسیون له لوري د استاد غفور رغبت جام سیالۍچې د کابل له۲۲ کلبونو څخه پکې ۸۰ ورزشکارانو ګډون کړی و پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ چې دوه ورځې وړاندې پیل شوې او نن یې وروستی پړاو لوبې وشوې، چې په پایله کې په مختلفو وزنونو کې له مختلفو کلبونو څخه ۱۳ ورزشکارانو لومړی او ۱۳ ورزشکارانو دویم مقامونه ترلاسه کړل.

هېره دې نه وي چې د دغو سیالیو د پایلوبې په مراسمو کې ورزشي مسولینو، ورزشکارانو او د ورزش لسګونو مینوالو ګډون کړی و.

په پای د بوکسنګ فدراسیون له لوري غوره ورزشکارانو ته مډالونه او د قهرمانۍ حکمونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۲۲:۲۶
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۲۲:۲۲
Background image

بامیان کې د ۱۴ کلنو کم عمره فوټبال لیګ سیالۍ د امید سبز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ۱۴ کلنو کم عمره فوټبال لیګ سیالۍ، چې یوه اوونۍ مخکې پیل. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۲۲:۱۹
Background image

بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې.

د دغو. . .

BACK TO NEWS