په کاپیسا کې د پاورلفتنګ سيالۍ ترسره شوې

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت او پاورلفتنګ فدراسيون د نمايندګۍ په همکارۍ په ياد ولايت کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفتنګ اتم پړاو سيالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ، د لويانو کټګورۍ په مختلفو وزنونو کې ترسره شوې.
د دغو سياليو موخه په ياد ولايت کې د پاورلفتنګ ورزش ته وده ورکول ياد شوي دي.a