په کندز کې د وزلوبې سياليو دوام
يادې سيالۍ د خلکو په پراخ ګډون سره ترسره شوي .
دغه سيالۍ د بزکشي فدراسيون له لورې د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د کندز د بزکشي په میدان کي د کندز مرکز، ولسواليو او د تخار ورزشکارانو ترمنځ د خط او بيرغ په ډول ترسره شوي.
چي په پاي کې اخر الاق پهلوان ذبيح احمدزي د قاري محمد سليم په آس خط ته ورسوه چي د خلکو له پراخ تشويق سربيره په 5000 افغانیو نغدي جايزې وستايل شو .
