په کندز کې د ۱۴۰۲ یم کال د وزلوبې لومړنۍ سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او وزلوبې فدراسیون له لوري د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو، بغلان، سمنګان، تخار او مزار شریف ولایتونو د ۷۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو د پیل په مراسمو کې د کندز ولایت ورزشي مسوولینو، ورزشکارانو او د وزلوبې کڼو مینوالو ګډون کړی و.
په یادو سیالیو کې لومړی اخرلاق ذبیح الله پهلوان او دویم صدیق پهلوان تر ټاکلې دایرې پورې ورسول او په پای کې نوموړو پهلوانانو ته نغدي ډالۍ ورکړل شوې.
