په کندهار کې د درېيو ولايتونو د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سيالۍ ترسره شوې
د کندهار ولايت د فول رزم فدراسيون له لوري د کندهار، زابل او اروزګان ولايتونو د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سيالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې کندهار د ۱۸ نومرو په ترلاسه کولو سره لومړی، زابل د ۷ نومرو په ترلاسه کولو سره دويم او اروزګان د درېيو نومرو په ترلاسه کولو سره درېيم مقام ترلاسه کړ.
