په کندهار کې د فوټسال رمضان جام سيالۍ د ستاره ګان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۸ - ۸:۴۴
په کندهار کې د فوټسال رمضان جام سيالۍ د ستاره ګان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د کندهار ولايت په مرکز ښادمن ورزشي جمنازیوم کې د نوموړي ورزشي جمنازیوم د مسئولینو له لوري د فوټسال د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د پیل شويو رمضان جام سیالیو اتلولي او لومړی مقام ستاره ګان لوبډلې خپل کړ.

د‌ دغه جام پايلوبې ته سبحان او ستاره ګان لوبډلو لار موندلې وه، چې په پايله کې ستاره ګان لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته ۵_۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته مډالونه، کپونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

بايد یادونه وشي چې دغه سيالۍ د روژې مبارکې مياشتې په درېيمه نېټه پيل شوې وې او تېره شپه يې پايلوبه ترسره شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۱
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو او ځوانانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۱۹
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۲۴ ورځې به دوام وکړي.

د یادوسیالیو لومړۍ لوبه کې یاران. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۱۸
Background image

سرپل کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند محمد عمر حوض په سیمه کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ینګ سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د. . .

BACK TO NEWS