په کونړ کې د والیبال ټورنمنټ اتلولي خراسان لوبډلې خپله کړه

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او د والیبال فدراسیون له لوري د یاد ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د والیبال ۲۰لوبډلو ترمنځ راپیل شوی ټورنمنټ، چې شپږ ورځې یې دوام وکړ، د خراسان پوهنتون لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.
د نوموړي ټورنمنټ پایلوبې ته د یادې ولسوالۍ منتخبې او خراسان پوهنتون لوبډلو لار موندلې وه، چې په پایله کې خراسان لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳-۲ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او د یاد ټورنمنټ لومړی مقام یې خپل کړ.
د لوبې نندارې ته د څوکۍ ولسوالۍ امنيتي مسوولين، قومي مشران ، ځوانان او ورزشکاران راغلي وو.
په پای کې غوره لوبغاړي د مشرانو له لوري په ځانګړو ورزشي او ارزښتمنو ډالیو و نازول شول.