پکتيا؛ اتفاق لوبډلې د سيدکرم ولسوالۍ د فوټبال دويم پړاو غوره ليگ سياليو اتلولي وگټله

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال دويم پړاو غوره ليگ سيالۍ د اتفاق لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه کې اتفاق لوبډلې خپلې سیالې اتحاد لوبډلې ته د ۱/۲ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
د ويلو وړ ده، چې د یادو سیالیو موخه د ولسوالۍ په کچه د غوره لوبغاړو موندل وو او ۲۵ورځې یې دوام وکړ.