پکتيا؛ اتفاق لوبډلې د يووالي جام په نوم د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳ - ۲۰:۳۸
پکتيا؛ اتفاق لوبډلې د يووالي جام په نوم د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست او د فوټبال ملي فدراسيون په گډه همکارۍ او د OCHR مؤسسې په مالي ملاټر د ياد ولايت په مرکز گردېز ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د يووالي جام په نوم د فوټبال سيالۍ، چې لس ورځې مخکې پيل شوې وې د اتفاق لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې اتفاق لوبډلې خپلې سيالې خپلواک لوبډلې ته د ۲ پر صفر گولونو په توپير ماتې ورکړه او د ياد جام اتلولي يې په خپل نوم کړه.

د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو په پای کې د ياد ولايت د ورزش رياست له لوري لومړي او دويم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه، مډالونه، ستاينليکونه او د OCHR مؤسسې مسؤلينو له خوا لوبډلو ته ورزشي وسايل ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۱:۲۰
Background image

دایکندي؛ اشترلي ولسوالۍ کې د ۱۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ وشوې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ځغاستې اتلتيک فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اشترلي ولسوالۍ کې د ۱۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځوانانو په عمري کټګورۍ کې د ځغاستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۹:۵۲
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۹:۵۰
Background image

رقابت‌های دست کشتی میان ۲۰ تن در شهر زرنج برگزار شد

رقابت‌های دست کشتی میان ۲۰ تن از سوی مدیریت بازی‌های ملی و محلی در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت نیمروز، در مرکز شهر زرنج برگزار شد.

در این‌ رقابت ها ۱۰ تن حریفان خود را شکست. . .

BACK TO NEWS