پکتيا؛ په احمدآبا ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې
د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د احمدآبا ولسوالۍ په مچلغو سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په نوم د واليبال سيالۍ د ابراهيم خېلو لوبډلې په بريا پيل شوې.
د يادو سياليو په لومړنۍ لوبه کې ابراهيم خېلو لوبډلې سيالې مچلغو لوبډلې ته ۱/۲ ميدان په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا ۲۰ ورځې دوام وکړي.
