پکتيا؛ په احمد خېلو ولسوالۍکې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ پيل شوې
د پکتيا ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست تر چتر لاندې د احمدخېلو ولسوالۍ په شوات سیمه کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د سمسور آريوب په نوم د والیبال سيالۍ پيل شوې.
دغه سيالۍ، چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي، لومړۍ لوبه یې نن د سکندر خېلو او بادام لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د ۲_۰ ميدانونو په توپير سره د سکندر خېلو لوبډلې په بريا پای ته ورسېده.
د دغو سیالیو موخه په ولسوالیو کې ورزش ته وده ورکول دي.
