پکتيا؛ په مرکز گردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاور لفټينگ سيالۍ ترسره شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۶ - ۹:۵۵
پکتيا؛ په مرکز گردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاور لفټينگ سيالۍ ترسره شوې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د پاور لفټينگ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز گردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ په درېيو عمري کټگوريو کې د پاور لفټينگ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پايله کې په نويو ځوانانو کټگورۍ کې سميع الله، عبدالمجید، فيض، په ځوانانو کې سعيد الله، فریدالله، عبرت الله او په لويانو کټگورۍ کې عمرگل، محمد الله او صادق بيا په ترتیب سره لومړي، دويم او درېيم مقامونه ترلاسه کړل.

د يادو سياليو د ترسره کېدو موخه راتلونکو سياليو لپاره د ورزشکارانو ښه تياری و، چې په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۴
Background image

رسینز بلنلیک!

رسینز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۳
Background image

کونړ؛ وټه پور ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په وټه پور ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د شعیب سالارزي لوبډلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۱
Background image

جوزجان کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کيوان کيک بوکسينګ سبک سيالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کيوان کيک بوکسينګ سبک. . .

BACK TO NEWS