پکتيا؛ گردېز ښار کې د درېوو ولايتونو ترمنځ د سوک وهنې شپنۍ سيالۍ وشوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۹:۲۵
پکتيا؛ گردېز ښار کې د درېوو ولايتونو ترمنځ د سوک وهنې شپنۍ سيالۍ وشوې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سوک وهنې فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار په سيار کلب کې د درېوو ولايتونو د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې شپنۍ سيالۍ وشوې.

په يادو سياليو کې له لوگر، خوست او پکتیا ولايتونو څخه د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوريو کې ورزشکارانو گډون کړی وو، چې په پايله کې پکتيا ولايت د زياتو امتيازونو په ترلاسه کولو سره لومړی او لوگر ولايت دويم مقام خپل کړ.

دا سيالۍ په ياد ولايت کې د سوک وهنې ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې يوه شپه يې دوام وکړ

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۱۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۸
Background image

په کابل کې د ۱۷ فوټبال غوره ليګ سياليو دويمه اوونۍ پای ته ورسېده

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ارمان اف .سي لوبډلې خپلې سیالې استقلال کابل لوبډلې ته د ۴-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.

په دويمه لوبه کې سرسبز ياشلر فارياب لوبډلې خپلې سیالې سرخ پوشان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۳
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د پهلوانۍ نړیوالو لوبڅارانو سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او د رهبرۍ غړو د ایران هېواد د پهلوانۍ دوو نړیوالو. . .

BACK TO NEWS