پکتيا کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د پارکور سيالۍ وشوې
د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د پارکور فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز گردېز ښار کې له څلورو کلبونو ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د پارکور سيالۍ وشوې.
دا سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوریو کې ترسره شوې، چې په پايله کې د نويو ځوانانو کټگوري کې نعمت الله، په ځوانانو کې ميوند او په لويانو کټگورۍ کې عصمت الله لومړي مقامونه خپل کړل.
دا سيالۍ د نویو استعدادونو موندلو په موخه وشوې او يوه ورځ يې دوام وکړ.
