پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې.
دا سيالۍ چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي، په پيليزه لوبه کې يې گلبر لوبډلې خپلې سيالې ستاره های باليش لوبډلې ته د ۴-۳ گولونو په توپیر ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
