پکتيکا؛ جاويد لوبډلې د زيړوک ولسوالۍ د واليبال سياليو اتلولي وگټله
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د زيړوک ولسوالۍ په گردي روغه ورزشي ميدان کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د جاويد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې جاويد لوبډلې سيالې ظريف لوبډلې ته ۲/۳ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه لرې پرتو سیمو کې ورزش ته وده ورکول ښودل شوي وو، چې دوې اوونۍ يې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته د يو عراده بايسکل ترڅنگ بېلابېلې ډالۍ ورکړل شوې.
