پکتيکا؛ زيړوک ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۸:۵۰
پکتيکا؛ زيړوک ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولايت په زيړوک ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې شيني ځدراڼ لوبډلې خپلې سيالې عيدک لوبډلې ته د ۲ پر ۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.

د يادو سیالیو موخه له نشه يي توکو څخه د ځوانانو ليری والی دی، چې څلور ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۵:۲۹
Background image

کندز کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز امام بخاري ښارگوټي کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې شاوخوا دوې نيمې مياشتې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۲:۲۴
Background image

ارزگان؛ چهارچینو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختريزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د ارزگان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چهارچینو کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختريزې شپنۍ سيالۍ، چې يوه اوونۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

پکتيکا کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مسواس سيمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، چې يوه اوونۍ مخکې. . .

BACK TO NEWS