پکتيکا؛ مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام دويم پړاو واليبال سيالۍ پيل شوې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ښرنې ښار په سرې کلا سيمه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام دويم پړاو واليبال شپنۍ سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه د شمشير او حميد همیم لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې شمشير لوبډلې سيالې حميد هميم لوبډلې ته د ۲/۵ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او ترمنځ يې سالمه تفريح ښودل شوې، چې ۱۵ ورځې يې دوام وکړ.
