پکتيکا؛ يحى خېلو لوبډلې د خير کوټ ولسوالۍ د نېزې وهنې سياليو اتلولي وګټله

د پکتيکا ولايت د ورزش امريت او نېزې وهنې فدراسيون په همغږۍ د دې ولايت خېر کوټ ولسوالۍ په پاينده خېلو سيمه کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د نېزې وهنې سيالۍ د يحى خېلو ولسوالۍ لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې.
دغو سياليو چې درې ورځې يې دوام وکړ ظفر خېلو لوبډلې دويم او پاينده خېلو لوبډلې درېيم مقام پکي ترلاسه کړ.
د يادو سياليو موخه د محلي _ دوديزو سياليو وده ده.