پکتيکا؛ يوسف خېلو ولسوالۍ کې د اووه لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې سيالۍ وشوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۹:۷
پکتيکا؛ يوسف خېلو ولسوالۍ کې د اووه لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې سيالۍ وشوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په يوسف خېلو ولسوالۍ کې د اووه لوبډلو ترمنځ ملي او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه د نيزه وهنې سيالۍ شوې.

د دغو سیالیو په پايله کې خواجه بابا لوبډلې د ۳۰ امتيازونو په ترلاسه کولو سره لومړی او کټواز لوبډلې بيا د ۲۸ امتيازونو سره دويم مقام خپل کړ.

د ويلو وړ ده، چې يادو سياليو يوه ورځ دوام وکړ او په پای کې لومړي مقام گټونکې لوبډلې ته يو سېرلی وکړل شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۵۵
Background image

پکتیکا؛ په چهابران ولسوالي کي د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدي روزنې او ورزش امریت اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په چهابران ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ، چې ۱۶ ورځې مخکې پیل شوې وې، پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۵۰
Background image

پکتیکا؛ په مټاخان ولسوالي کي د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدي روزنې او ورزش امریت اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په مټاخان ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ، چې دوه اوونۍ په دوام وکړي پیل شوې.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۴۸
Background image

بلخ ؛ په کلدار ولسوالۍ کې د ١٥ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کلدار ولسوالۍ کې د ١٥ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ تر سره شوې.

د دغو سياليو په پايلوبه. . .

BACK TO NEWS