پکتيکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د K1 کیک بوکسینګ سیالۍ ترسره شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د K1 کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پای کې لس تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او لومړي مقامونه یې وګټل.
