پکتيکا کې د اتو ولايتونو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري او د ډاکټر عبدالغني سراپا کلينيک په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز ښرنه کې د اتو ولايتونو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.
په يادو سياليو کې د ميدان وردگ، غزني کابل، خوست، ننگرهار، لوگر، پکتيا او کوربه پکتيکا ولايتونو څخه ۲۲ لوبډلو گډون کړی، چې په لومړۍ لوبه کې زاول همت لوبډلې خپلې سيالې اکاډمي لوبډلې ته د ۲-۱ ميدان په توپیر ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
دا سيالۍ د نويو استعدادونو موندلو او واليبال ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره کېږي، چې پنځه ورځې به دوام وکړي.
