پکتیا؛ احمد اباد ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په احمد اباد ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د فېروز اتلانو او منګل زلمیانو لوبډلو ترمنځ د یو- یو میدان په ګټلو سره مساوي پای ته ورسېده.
