پکتیا؛ د احمد خېلو ولسوالۍ لوبډلې د واليبال غوراوي سياليو اتلولي وګټله

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۳ - ۱۰:۱۷
پکتیا؛ د احمد خېلو ولسوالۍ لوبډلې د واليبال غوراوي سياليو اتلولي وګټله

د پکتیا ولایت بدني روزنې او ورزش ریاست په مرسته د واليبال فدراسيون له لوري د دې ولایت د مرکز او ولسواليو د ٢٤ لوبډلو ترمنځ ١٤٠٢ کال واليبال منتخبې لوبډلې د غوراوي سیالۍ د احمد خېلو ولسوالۍ لوبډلې په اتلولۍ سره پاى ته ورسېدې.

دغه سیالۍ, چې په لومړي ځل د پکتيا د ورزش رياست له لوري د ولايتي لوبډلې لپاره د غوره ورزشکارانو د ټاکلو په موخه پیل شوې وې، ١٢ ورځې يې دوام وکړ، چې په پايله کې يې ١٨ تنه غوره ورزشکارانو د پکتيا ولايت د والیبال منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

د يادو سياليو په پايلوبه کې د احمد خېلو ولسوالۍ لوبډلې د ٣-٢ ميدانونو په توپیر د پټان لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دې سياليو اتلولي يې خپله کړه.

په پاى کې هغو ورزشکارانو ، چې منتخبې لوبډلې ته يې لار وموندله د اتلولۍ حکمونه او همداراز د لومړي او دویم مقام ګټونکو لوبډلو ته کپونه او ورزشي لباسونه ورکړ شول.

همداراز څپروال د منتخبي لوبډلې د کوچ او روزونکي په توګه وټاکل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۱۱
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۹
Background image

تخار؛ درقد ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او سيمه ييزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په درقد ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۶
Background image

تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او سيمه ييزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په مرکز تالقان ښار کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS