پکتیا؛ د معارف جام فوټبال ټورنمنټ د ببرک خان عالي لیسې په بریا پای ته ورسید

په پکتیا کې دمعارف جام تر عنوان لاندې دښونځیو ترمنځ د فوټبال سیالي پای ته ورسیدي دیادو سیالیو دپای په مراسمو کې دمعارف دمسؤلینو ترڅنګ د ورزش مسؤلینو هم ګډون درلود.
د یادو لوبو پای لوبې ته د ببرک خان عالي لیسې او دعبدالحی عالي لیسې لار موندلې وه چې د ببرک خان عالي لیسې په بریا پای ته ورسید.
دا لوبه د غازي امان الله خان په اسټډیوم کې ترسره شوه چې موخه یې د ښوونځیو ترمنځ د ورزش وده او ځوانان ورزش ته هڅول وو.