پکتیا؛ روحاني بابا ولسوالۍ کې د پنځوس ورزشکارانو ترمنځ د نېزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۴ - ۲۳:۴۵
پکتیا؛ روحاني بابا ولسوالۍ کې د پنځوس ورزشکارانو ترمنځ د نېزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د نېزه وهنې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په روحاني بابا ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د نېزه وهنې اختریزې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ په لاین، سینګل او سیکشن برخو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې حاجي ستار، غلام نبي او حکمران لوبډلو اول، دویم او درېیم مقامونه خپل کړل.

دغه لوبې د نېزه وهنې ورزش ته د ودې ورکولو او د سیمې ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۱۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۸
Background image

په کابل کې د ۱۷ فوټبال غوره ليګ سياليو دويمه اوونۍ پای ته ورسېده

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ارمان اف .سي لوبډلې خپلې سیالې استقلال کابل لوبډلې ته د ۴-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.

په دويمه لوبه کې سرسبز ياشلر فارياب لوبډلې خپلې سیالې سرخ پوشان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۳
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د پهلوانۍ نړیوالو لوبڅارانو سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او د رهبرۍ غړو د ایران هېواد د پهلوانۍ دوو نړیوالو. . .

BACK TO NEWS