پکتیا؛ روحاني بابا ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په روحاني بابا ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال دوستانه سیالۍ د منجورو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه کې منجورو لوبډلې د یو پر صفر ګول په توپیر خپلې سیالې اتحاد لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو اتلولي یې خپله کړه.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
