پکتیا؛ زرمت ولسوالۍ کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د ډاکتر انعام کریمي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې د ډاکتر انعام کریمي لوبډلې د ۴/۳ ګولونو په توپیر خپلې سیالې مموزي لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دغه سیالیو اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، يوه مياشت يې دوام وکړ.
