پکتیا؛ مرکز ګردېز کې د ۴۰ ورزش کارانو ترمنځ د فول رزم ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فول رزم فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د د مرکز او ولسوالیو د ۴۰ ورزش کارانو ترمنځ د فول رزم ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو ورزش کارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې لس تنه غوره ورزش کاران د یاد ولایت د فول رزم ولایتي لوبډلې ته وټاکل شول.
دغه سیالۍ د یادې ورزشي رشتې په برخه کې د غوره لوبغاړو د ټاکلو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.