پکتیا؛ په احمدخېلو ولسوالۍ کې لومړی ځل د رسۍ کشوونې سیالۍ ترسره شوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او د دودیزو لوبو د مدیریت اړوند په احمدخېلو ولسوالۍ کې لومړی ځل د ۶ لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشوونې سیالۍ ترسره شوې.
د رسۍ کشوونې په دې سیالیو کې وام ټايګر، شډل بازان، بدري، منصوري، اتفاق او احمدخېل سټار لوبډلو ګډون درلود، چې منصوري لوبډلې لومړی مقام وګاټه.
د سیمه ییزو او دودیزو لوبو وده او پراختیا د یادو سیالیو موخه ښودل شوې ده.
د یادونې ده، چې دغه يو ورځنۍ سیالۍ په دوراني ډول ترسره شوې.
