پکتیا؛ په احمد ابا ولسوالۍ کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د فوټبال لیګ سیالۍ پیل شوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ د فوټبال فدراسیون له لوري د دې ولایت په احمد ابا ولسوالۍ کې د دې ولسوالۍ د شپږ لوبډلو ترمنځ د فوټبال لیګ سیالۍ پیل شوې.
په دغو سیالیو کې عیسی اتلان، کامران اتلان، غورځنګ اتلان، شاهین، اتلان او اتحاد اتلان لوبډلې ګډون لري.
د یادو سیالیو د پیل لوبه د عیسی اتلانو او کامران اتلانو لوبدلو ترمنځ وشوه، چې له ۵-۲ ګولونو پایلې سره د عیسی اتلانو لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.
دغه لیګ چې یوه میاشت به دوام وکړي په احمد ابا ولسوالۍ کې د فوټبال ودې او پرمختګ په موخه په دوراني شکل ترتیب شوی دی.
