پکتیا؛ په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د محلي ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د محلي ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د دوو کټګوریو نویو ځوانانو او ځوانو ترمنځ ترسره شوې او موخه یې په ولسوالیو او کلیو کې ملي او دودیزو لوبو ته وده ورکول وو.
د یادونې وړ ده چې د دغو سیالیو د ځوانانو کټګورۍ لومړی مقام حفیظ الله، او د نویو ځوانانو کټګورۍ لومړی مقام محمد الله ترلاسه کړ.
هېره دې نه وي چې په پای کې غوره ورزشکاران ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.