پکتیا کې د والیبال لوبې پای ته ورسیدې
د پکتیا بدني روزنې او ورزش ریاست تر چتر لاندې د والیبال فدراسیون له لورې د پکتیا ولایت په احمدآبا ولسوالۍ کې د شکر چې امن دی تر شعار لاندې د والیبال لوبې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې او پنځه ورځې یې دوام وکړ.
د یاد ټورنمنټ پای لوبې د قول اردو مجاهدینو او احمد آبا لوبډلو ترمنځ ترسره شوه،چې په پای کې د قول اردو لوبډلې د 14/8 پایلې سره احمدآبا لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د یادو لوبو لیدلو لپاره ګڼ شمېر د ورزش مینه والو او مجاهدینو ګډون کړی وو او په پای کې غوره لوبډلو ته جایزې ورکړل شوې
یاده دې وي ،چې د دې ټورنمنټ مالي ملاتړ عبدالولي طوفان کړی وو .
