پکتیا کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو سیالۍ ترسره شوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د رزمي ورزشونو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمی ورزشونو او- سپورټ سبک دوستانه سیالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټگوریو کې ترسره شوې، په پايله کې ۲۰ تنه غوره ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
دا سیالۍ د او- سپورت سبک ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
