پکتیا کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو سلف ډفینس سبک سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د رزمي رزمي لوبو فدراسیون د استازولۍ له لوري د گردېز ښار په ورزشي سټډیوم کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو سلف ډفینس سبک دوستانه سیالۍ وشوې.
دغه سيالۍ، چې د نویو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، په پایله کې ۲۱ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
د ویلو ده، چې د يادو سیالیو موخه د رزمي لوبو سلف ډفینس سبک ته وده ورکول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.