پکتیکا؛ برمل ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۸:۴۹
پکتیکا؛ برمل ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په برمل ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د احمدزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه وزیرستان او احمدزي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه احمدزي لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې یې د پنځو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٢٩ منډو هدف وټاکه. وزیرستان لوبډلې د هدف په تعقیب کې د شپږو ویکټو په زیان ٨٣ منډې وکړې او د ٤٥ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ٢٣ ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

دایکندي؛ خدیر ولسوالۍ کې د ۲۵ پهلوانانو ترمنځ د رستمي غېږنیونې سیالۍ وشوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په خدیر ولسوالۍ کې د دایکندي ولایت له بېلا بېلو ولسوالیو څخه د ۲۵ پهلوانانو ترمنځ د رستمي غېږنیونې سیالۍ وشوې.

د دغو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۳:۵۴
Background image

د کابل فوټبال لومړۍ درجې ليګ د داودزي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد

د هېواد ورزش ادارې عمومي رياست اړوند د کابل فوټبال فدراسیون له لوري د کابل ښار د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د کابل فوټبال لومړۍ درجې ليګ سيالۍ د داودزي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغه سيالۍ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۳:۵۰
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې له سمنګان، جوزجان، بلخ او کندز ولایتونو څخه د ۷۰ کورشکارانو. . .

BACK TO NEWS