پکتیکا؛ برمل ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په برمل ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سروبي ګوهر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د برمل احمدزي او ماسټر ګوهر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه ماسټر ګوهر لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د پنځو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٢٣ منډو هدف وټاکه. برمل احمدزي لوبډلې د هدف په تعقیب کې د پنځو ویکټو په زیان ١١٥ منډې وکړې او د اوو منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
