پکتیکا؛ خیرکوټ ولسوالي کي د لسو لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې سيالۍ ترسره شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۲:۵۰
پکتیکا؛ خیرکوټ ولسوالي کي د لسو لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې سيالۍ ترسره شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې،نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولایت په خیرکوټ په ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې سيالۍ د یوسف خیلو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

دغو سياليو په پايله کې یوسف کلب لوبډلې د ۱۰ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی او ظفرخیلوکلب لوبډلي د ۴ نمرو په لاسه کولوسره دویم مقام ترلاسه کړ.

دا سیالۍ ملي او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې لومړي مقام لوبډلې ته یوعراده موټرسیکل او نورو لوبډلو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

بادغیس؛ مرکز قلعه نو ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د یوني فایټ سبک سیالۍ وشوې

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د رزمي لوبو ملي فدارسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز قلعه نو ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو یوني فایټ سبک دویم پړاو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۵:۷
Background image

بلخ؛ دولت اباد ولسوالۍ کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په مرسته او د دولت اباد ولسوالۍ ورزشي مسؤل له لوري په یادې ولسوالۍ کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې.

په دغو سیالیو کې د ۲۰ جوړو لوبې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۵:۳
Background image

بغلان؛ مرکز پلخمري ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو. . .

BACK TO NEWS