پکتیکا؛ خېرکوټ ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۹:۱۹
پکتیکا؛ خېرکوټ ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خېرکوټ ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې جاني خېلو لوبډلې خپلې سيالې کروړو لوبډلې ته د ۲ پر صفر ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.

د يادو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول او په ليرې پرتو سيمو کې ورزش ته وده ورکول دي، چې شاوخوا ۲۰ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۶:۳
Background image

بادغیس کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال حذفي جام سيالۍ پيل شوې

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د ګوند او تګاب عالم ولسواليو څخه د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ورورولۍ جام په نوم د فوټبال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۶:۰
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوتسال سیالۍ د سرې میاشتې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۵:۵۸
Background image

بلخ؛ چهار بولک ولسوالۍ کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي او ۲۵. . .

BACK TO NEWS