پکتیکا؛ د مرکز ښرنې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د چالاک لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند ټېپ بال فدراسیون له لوري په مرکز ښرنه کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د چالاک لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبې ته چالاک او بلال دیګان لوبډلو لاره موندلې وه، لومړۍ توپوهنه بلال دیګان لوبډلې ترسره کړه او په ټاکلو ۶ اورنو کې یې سیالې لوبډلې ته ۵۳ منډې هدف کېښود، بل لوري ته چالاک لوبډلې یاد هدف د څلورم اور په درېیم بال پوره کړ او د یادو سیالیو اتلولي یې په خپله نوم کړه.
