پکتیکا؛ زیړوک ولسوالۍ کې د والیبال اختریزې سیالۍ پیل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۷ - ۹:۲۰
پکتیکا؛ زیړوک ولسوالۍ کې د والیبال اختریزې سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت د زیړوک ولسوالۍ اړوند د دورژاڼه کلي په راغئ شګي ورزشي لوبغالي کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د والیبال اختریزې سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د رحمان ګل او نورولي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې په پایله کې رحمان ګل لوبډلې د ۲/۱ میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دغو سیالیو لومړۍ بریا یې په خپل نوم کړه.

دیادو سیالیو موخه د ځوانانو لپاره سالمه تفرېح برابرول او ورزش ته د خلکو پام اړول ښودل شوي دي چې ۱۲ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۵:۲۱
Background image

بلخ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ملي او دوديزو لوبو مدیریت له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ، چې يوه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۵:۱۶
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د امام صاحب ولسوالۍ په نغمه بازار سيمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې، چې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۲:۳۹
Background image

ننگرهار؛ شېرزاد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د شېرزاد ولسوالۍ په گندمک سيمه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS