پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د رسنیو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ درېیم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۲۰:۰
پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د رسنیو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ درېیم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولي او د ځوانانو چارو د مدیریت له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنې ښار کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د رسنیو جام په نوم د ټېپ بال کرېکټ درېیم پړاو سیالۍ د اطلاعاتو او کلتور لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې د پښتون غږ راډیو، ملي راډیو، تعلیم الفرقان راډیو، اطلاعات اوکلتور ریاست او مېلمه راډیو لوبډلو ګډون کړی و، چې پایلوبه یې د اطلاعاتو او کلتور او مېلمه راډيو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه د اطلاعاتو او کلتور لوبډلې وګټله چې لومړی یې توپ وهنه وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې یې د خپل یو لوبغاړي په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۴۱ منډو هدف وټاکه. مېلمه راډیو لوبډلې د هدف په تعقیب کې د خپلو پنځو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۱۰۴ مندې وکړې او لوبه یې د ۳۶ منډو په توپیر وبایلله.

دغه سیالۍ د خبریالانو ترمنځ د سالمې تفرېح د برابرولو په موخه ترسره شوې، چې اته ورځې یې دوام وکړ او په پای کې غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۴۲
Background image

د بامیان ولایت په کوربتوب کې د هېواد د اتو ولايتونو ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينګ وشوې

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کيک بوکسينګ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کوربتوب د هېواد د اتو ولايتونو د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينګ په واکو سبک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۳۶
Background image

ميدان وردګ؛ جغتو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردګ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د یاد ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ډاکتر دولتزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۳۳
Background image

لغمان؛ مرکز مهترلام ښار کې د ختیځ زون په کچه ٨٠ لوبغاړو ته د والیبال تمریناتي کمپ پیل شو

د والیبال ملي فدراسیون له لوري د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار کې د ختیځ زون په د والیبال ٨٠ لوبغاړو ته د ایراني روزونکي محمد اسداللهي په مشرۍ تمریناتي کمپ پیل شو.

ټاکل شوې، چې دغه. . .

BACK TO NEWS