پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۲:۱
پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنې په څلي سیمه کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د صدیق او نبي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې صدیق لوبډلې د ۳/۲ میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

دغه سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه پیل شوي چې لس ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۱۱
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۹
Background image

تخار؛ درقد ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او سيمه ييزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په درقد ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۶
Background image

تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او سيمه ييزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په مرکز تالقان ښار کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS