پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د کشیوال B لوبډلې په بریا پیل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۶ - ۱۱:۱۵
پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د کشیوال B لوبډلې په بریا پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او کشیوالو ځوانانو له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنې اړوند په کشیوالو کلي کې د لسو لوبډلو ترمنځ د شوروي اتحاد د ماتې نمانځلو په موخه د فوتبال سیالۍ پیل شوې.

دغه سیالۍ، چې یوه اوونۍ به دوام وکړي، لومړۍ لوبه د کشیوال B او مدد خېلو A لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چي د کشیوالو لوبډلې د پینالټي شوت په وهلو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۸/۶ ګلونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د شوروی اتحاد د ماتې ورځ نمانځل و.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۳۶
Background image

ارزگان کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې

د ارزگان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مدیریت له لوري د ياد ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ، چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۱:۳۹
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د دېرش ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د دېرش ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۱:۳۸
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۱۶ ورزشکارانو ترمنځ د موتای فدراسیون سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د موتای فدراسیون استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۱۶ ورزشکارانو ترمنځ د موتای سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د نویو ځوانانو،. . .

BACK TO NEWS