پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۵:۱۳
پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز ښرنه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د یاران لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د کوچي او یاران لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه یاران لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې یې د څلورو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١۱۸ منډو هدف وټاکه. کوچي لوبډلې د هدف په تعقیب کې د درېیوو ویکټو په زیان ۹۶ منډې وکړې او د ۲۱ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې اووه ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

بادغیس؛ مرکز قلعه نو ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د یوني فایټ سبک سیالۍ وشوې

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د رزمي لوبو ملي فدارسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز قلعه نو ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو یوني فایټ سبک دویم پړاو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۵:۷
Background image

بلخ؛ دولت اباد ولسوالۍ کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په مرسته او د دولت اباد ولسوالۍ ورزشي مسؤل له لوري په یادې ولسوالۍ کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې.

په دغو سیالیو کې د ۲۰ جوړو لوبې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۵:۳
Background image

بغلان؛ مرکز پلخمري ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو. . .

BACK TO NEWS