پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
جمعه ۱۴۰۴/۳/۹ - ۱۸:۴۵
پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د باسط لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې باسط لوبډلې د ۲/۱ میدان په توپیر خپلې سیالې محمد خېلو لبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د سیمې ځوانانو ته د سالمې تفرېح برابرلو په موخه ترسره شوې، چې ۲۱ ورځې یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته یو سېرلی د ډالۍ په توګه ورکړل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۸:۵۵
Background image
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۵:۲۹
Background image

کندز کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز امام بخاري ښارگوټي کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې شاوخوا دوې نيمې مياشتې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۲:۲۴
Background image

ارزگان؛ چهارچینو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختريزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د ارزگان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چهارچینو کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختريزې شپنۍ سيالۍ، چې يوه اوونۍ. . .

BACK TO NEWS